IQNA

 په لویدیځي غاړې کې د فلسطین  د کتاب نړیوال نندارتون پيل شوی

15:36 - September 09, 2023
د خبر لمبر: 3487930
ایکنا-(فلسطین)د فلسطین په لویدیځي غاړې کې په رام الله کې د فلسطین د کتاب په نړیوال نندارتون کې په لسګونو خپرندویواوزرګونو مینهوالو ګډون وکړ.

ایکنا دالعالم له قوله راپور راکړ د فلسطین په رام الله کې د:نکبت ۷۵کلونو؛ په نامې سره د فلسطین په کتاب نندارتون کې کابو۳۵۰ ځاي ،عربی اونړیوالو خپرندویو څخه  څه دپاسه  شپیته زره کتابونه  نندارې ته وړاندې شوي دي.

 دغه نندارتون به تر لسوورځو پورې دوام ومومي او د فلسیینو اوعربوهیوادونو د لیکوالانو پرترټولو وروستیو آثارونمایش سربیره به دلته، سمینارونه،او نور کلتوري پروګرامونه هم ترسره شي.

 دغه کلتوري پروګرام په داسې حال کې خپل فعالیت پیل کړی چې نیواکګرو په مختلفو شکلونو سره ددغه نندارتون دترسره کیدا په لارې کې خنډونه جوړ کړي دي.دغو نیواکګرو یوشمیرعربی اواسلامی خپرندویو او همداراز په غزې تړانګې او د لویدیځي غاړې دنورو سیمو فلسطینیو موسیسوته په دغه نندارتون کې د شتون لپاره په مجوز نه ورکولو سره خنډونه جوړ کړي دي خوبیا هم دغه نندارتون ناکام شوی نه دی.

د فلسطین کلتور وزیرعاطف ابوسیف العالم ته ووئيل،؛مونږ له هیواده بهر څخه د څه دپاسه درې سوه کسانو د راوستو لپاره غوښتنه کړې وه،خونیواکګرن د غزې تړانګې د اوسیدونکو یو شمیر فلسطنیانو پشمول ددغو زیاتره کسانو د شتون مخه ونیوله،البته دهغوي کتابونه نندارتون ته رسیدلي او لاس رسی ورته شته.دغه نندارتون په خودجوشه هڅو سره ترسره شوی دی او تر لسو ورځو پورې به دوام وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4167511

captcha